د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ د صنعتي پارکونو قانون د تنفیذ څرنګوالي په اړه ناسته ترسره شوه .

د هېواد د سکتوري خونو د استازو په ګډون جوړه شوه. په دې ناسته کې نورالدین عزیزي ویلي، چې د اقتصاد په برخه کې دا لومړی قانون دی چې د سرپرست حکومت د مشرتابه، له لوري توشیح شوی دی. نوموړي زیاته کړې، چې تر اوسه یې په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د ځانګړې کولو لپاره له پانګوالو څه د پاسه ۸۰۰ غوښتنلیکونه تر لاسه کړي دي.

Share.