د کابل – ننګرهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.
سرچینه وايي، چې د دې پېښې په قربانیانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د کابل د سروبي ولسوالۍ په نغلو سيمه کې رامنځته شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې دغه پېښه د يوه مسافر وړونکي موټر او بار وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
په دې پيښه کې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى