د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ۴۰۰ لرغونو سیمو علمي سروې ترسره شوې او ۳۷۱ لرغونې سیمې تثبیت او پېژندل شوي دي.
ورته مهال سرچینه وایي، د څه باندې ۱۰ زره ترانو او نعتونو راټولول، د تیاتر د ۱۲ نمایشونو تدویر، د بېلابېلو دورو د ۲۴۱۰ لرغونو اثارو ثبت او د کابل په هوايي ډګر او د هېواد په ګمرکونو کې د ۴۱۶ تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی؛ په تېر کال کې د وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.

Share.