په مزارشریف ښار کې د خالد بن ولید ښارګوټي اسناد وارزول شول
د عدلیې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د بلخ په زون کې د غصب شویو ځمکو د ارزونې ځانګړې محکمې په مزارشریف ښار کې د خالد بن ولید د ښارګوټي د اسنادو له څېړلو وروسته په دې ښارګوټي کې ۲ زره ۷۶۱ اعشاریه ۷ جریبه ځمکه د حکومت او ۱۰ جریبه خصوصي او ځانګړې تثبیت کړې ده.
د دې محکمې د پرېکړې له مخې؛ د خالد بن وليد ښارګوټي د ځمکو د مالکيت په اړه د افرادو او اشخاصو ادعاوې باطلې دي.
محکمې د غصب شويو ځمکو د ارزونې کمیسيون ته دنده سپارلې، چې دولتي تثبیت شوې ځمکې د زورواکو او غاصبينو بېرته راوګرځوي.
محکمې د غصب شويو ځمکو د ارزونې کمیسيون ته دنده سپارلې، چې دولتي تثبیت شوې ځمکې د زورواکو او غاصبينو بېرته راوګرځوي.
دا کمېسیون دنده لري، چې حکومتي، عامه او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو، زورواکو او غیر شرعي ذوالیدو څخه بېرته راوګرځوي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې چټک روان دی.
ویل کیږي، چې دا کمسیون د حکومتي ځمکو ارزونې لپاره د هېواد په ۴ زونونو کې څلور ځانګړې محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تثبیت یو تخنیکي پلاوی لري، چې دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار کوي.