د بلخ ولایت مقام د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ۲۵۰ ټُنه کچالو په لسو باروړونکو موټرو کې پرون سه‌شنبه، وږي ۲۷مه د حیرتان بندر له لارې اوزبیکستان ته لېږدول شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، افغان سوداګرو څخه د ملاتړ او اسانتیاوې رامنځته کېدو په موخه سرپرست حکومت پر هغو سوداګریزو توکي د فوموګېشن لګښت معاف کړی چې ګډ بازار ته لېږدول کېږي.

له دې وړاندې به سوداګرو د سوداګریزو توکو فوموګېشن لپاره له ۱۲ تر ۱۵زره افغانۍ ورکولې.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول اسدالله اسدي د مسوولانو له همکارۍ د مننې ترڅنګ، وايي، د صادراتو د لېږد زیاتوالی کولاي شي، د اقتصادي پیاوړتیا لامل شي او ځان‌بسیاینې کې اغېزمنه ثابته شي.

دا مهال له افغانستان څخه اوزبیکستان ته له تازه او وچې مېوې سربېره، زعفران، دیک‌بُخار او نور توکي هم صادرېږي.

Share.