کابل ښاروالۍ د ښار د پاکوالي لپاره د کثافت دانیو جوړېدو په برخه کې د سترو پروژو له پلي کېدو خبر ورکوي. د یادې ادارې د مسوولینو په خبره ټاکل شوې، چې دا پروژه به د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت په روان کال کې پلې شي. دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښاروالۍ څه موده وړاندې د ښار پاک ساتلو لپاره ۳۰۰ کثافت دانۍ د ښار په بېلابېلو برخو کې ولګولې.

Share.