د آلمان او ترکيې د حکومت تر منځ د اوږدو خبرو اترو په ترڅ کي المان ترکیی ته د سلگونو ترکي مهاجرو د اخراج پروسه پيل کړه.
آلماني چارواکو ویلي دي چې د دې پروسې له مخې تر ۱۳۵۰۰ ډیر ترکي اتباع اړ دي چې له آلمان څخه ووځي او د دوه اړخیزې موافقې له مخې به بیرته خپل هیواد ته واستول شي.
د آلمان فدرالي حکومت په انقره کې له حکومت سره له څو میاشتو خبرو اترو وروسته، خپل هیواد ته د ډیرو ترکي اتباعو د ایستلو بهیر پیل کړ.
د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ویلي دي چې آلمان ته د غیر قانوني مهاجرت د محدودولو لپاره دا یو بل اقدام دی

Share.