افغانستان او بنګلدېش په عرب اماراتو کې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي.
دغه سیالۍ به د نومبر په ۶مه، ۹مه او ۱۱مه نیټه شارجه کې ترسره شي.
ټاکل شوې وه جولای او اګست میاشتو کې دواړه لوبډلې درې ورځنۍ، درې شل اوریزې او دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي، خو د ګرمې هوا له امله پر ټاکلي وخت ترسره نه شوې، چې له منځه یې د اوسمهال لپاره درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې د چمپین ټراپ لپاره د چمتووالي په موخه تنظیم شوې دي.
له دې وروسته به افغان لوبډله زمبابوې سره درې واړو فارمټونو کې لوبې ترسره کړي. د ۲۰۲۵ز کال پیل کې له ویسټ انډیز سره درې یو ورځنۍ هم لري

Share.