په پکتیا ولایت کې سخت توپان زیانونه اړولي
د پکتيا ولايت په پټان ولسوالۍ کې پرون د تلې پر اوومه د سخت توپان له کبله ډېر زيانونه اوښتي دي.
د مهاجرینو چارو وزارت د پکتیا ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د څرګندونو له مخې ویلي، ګې د توپان له کبله ګڼ کورونه زیانمن شوي، شل کورنۍ بې ځایه شوي او میوه لرونکي ونې له منځه تللې دي.
ویل کیږي، چې د مهاجرينو چارو رياست له لوري بې ځايه شويو کورنيو ته يوه- یوه خيمه وېشل شوې ده.