په بادغیس کې د څه باندې ۱۲ کیلومټره سړک جوړولو چارې پیل شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په قادس خوردک سیمه کې د څه باندې ۴۸میلیون افغانیو پر ارزښت د ۱۲ اعشاریه ۳ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د يادوني ده، چي د دغه سړک په اوږدو کې د ۴۵۵ مټرو پر اوږدوالي د محافظوي دیوال او دغه راز ۲۸ پلچکونو جوړول هم په پام کې نیول شوي دي