افغانستان ته د ایران د ټرانزیټ کچه ۸ برابره لوړه شوه – ایران
د ایران د جنوبي خراسان ولایت د ګمرکونو عمومي رییس ويلي، چې د دغه ولایت له پولو څخه افغانستان ته د ټرانزیټ کچه ۸ برابره لوړه شوې ده.
محمد کوهګرد د دوشنبې پر ورځ (د تلې نهمه) دولتي خبري سرچینې ایرنا ته ویلي: د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې څه باندې ۱۵ زره کانټینرونه، چې له څلور نیم زره ټنو ډېر وزن لري؛ د ماهیرود له پولې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
محمد کوهګرد زیاته کړې، چې: دا شمېر د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله اته برابره ډېروالی ښیي.