ناروې فنلینډ ته ورته له روسیې سره پخپله ۱۹۸ کیلومټره پوله اغزن تار غځوي

د ناروې دولتي نشراتي ادارې (این ار کې) د دې هېواد د عدلیې او عامه امنیت د وزیرې ایمیلي میهل د څرګندونو له مخې اوړمه ورځ ویلي: پر سرحد اغزن تار غځول زړه‌راکښونکې ده؛ ځکه، چې نه یوازې له ناقانونه تګ راتګ مخنیوی کوي، بلکې پرې لګېدلي سانسورونه او ټکنالوژي تاسې خبروي، چې سرحد ته څوک نږدې کیږي.
د ناروې د دولتي نشراتي ادارې د راپور له مخې، د ناروې د شمالي فنمارک سیمې د پولیسو مشرتابه د میهل له نظر څخه ملاتړ ښودلی دی

Share.