نیپالی رسنیو راپور ورکړی چی په دغه هېواد کې د پرله پسې سختو بارانونو له کبله د سېلابونو او ځمکې ښویېدو په ترڅ کې نږدې ۲۰۰ کسان وژل شوي او ۳۱ نور لادرکه دي.
د نیپال چارواکو هم یوه راپور خپورکړی ، چې د مونسون سېلابونو او ځمکښویېدنې له امله د مړو شمېر ۱۹۳ ته لوړ شوی، چې ډېری کسان لا هم ورک دي.
د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې سېلابونو ډېری کورونه وران کړي، لویې لارې بندې شوې او د برېښنا مزو ته هم سخت زیان اوښتی دی.

Share.