د هند بهرنيو چارو وزير به روانه میاشت پاکستان ته لاړشي
د هند بهرنیو چارو وزیر ‘ایسجي شنکر’ روانه میاشت د یوه پلاوي په مشرۍ د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې ګډون لپاره پاکستان ته ځي.
دا به په تېره نږدې یوه لسیزه کې پاکستان ته د هند د دومره لوړې کچې چارواکي لومړنی سفر وي.
ټاکلې د شانګهای همکاریو سازمان ۲۳مه ناسته د اکتوبر میاشتې پر ۱۵مه او ۱۶مه اسلام اباد کې ترسره شي، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په وینا د دغه سازمان د غړو هېوادونو مشران او نور چارواکي پکې ګډون کوي.