ايران به د روان کال تر پایه دوه ميليونه غیر قانوني کډوال اخراج کړي
د ايران انتظامي ځواکونو مشر احمد رضا رادان يو ځل بیا د کډوالو په اجباري اېستلو ټينګار کړی دی.
نوموړي ويلي، هوډ لري چې د روان کال ترپایه دوه ميليونه غیر قانوني کډوال له خپلې خاورې وباسي.
نوموړي دغه څرګندونې له يوې ایراني رسنۍ سره کړي دي.
د يادونې ده چې د ايران کډوالو ادارې پرېکړه کړې چې خپل هېواد کې غیر قانوني کډوالي ختمه کړي.