د افغانستان د ملي موزیم مسوولانو ویلي، نېږدې ورځو کې به کابل کې د لرغونو اثارو یو نندارتون جوړ کړي.
سرچینه وایي، په دغه نندارتون کې له بېلابېلو اسلامي دورو څخه شاوخوا ۵۰ ټوکه اثار نندارې ته وړاندې کېږي.
د مسولانو په خبره، د مرکز تر څنګ په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت لري او هڅه کوي چې نور نندارتونونه هم جوړ کړي.
د یادونې وړ ده چې په ملي موزیم کې دا مهال زرګونه قلمه تاریخي او کلتوري توکي او وسایل ساتل کېږي چې په بېلابېلو دورو پورې اړه لري

Share.