د مالیې وزارت ویلي؛ د روان ۱۴۰۳لمریز لېږدیز کال په تېرو شپږ میاشتو کي د هرات، فراه، نیمروز او ننګرهار ولایتونو په ګمرکونو کي ۴۸۴ ټنه او ۷۹۴ کیلو ګرامه قاچاقي مالګه نیول شوې ده، چي قاچاق کوونکیو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راولېږدوي.
د مالیې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون د پرېکړي له مخي، افغانستان ته د پخې او خامي مالګي واردول بشپړ بند دي.
ویل کیږي، چي اوسمهال د مالیې وزارت له لوري د هېواد په ټولو ګمرکونو کي د قاچاقي او ممنوعه توکو څخه پوره څارنه روانه ده او هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چي توکي په ناقانونه توګه هېواد ته راولېږدوي.

Share.