د خطاطۍ هنرمندانو په هرات کې د خطاطۍ د اثارو نندارتون جوړ کړ.
په دغه نندارتون کې د خطاطۍ څه باندې ۶۰ اثار نندارې ته اېښودل شوي دي، چې هنرمندانو پکې بېلابېل اسلامي خطونه کارولي دي. د دغه نندارتون جوړوونکي وايي، چې موخه یې د خطاطۍ او د خطاطۍ د هنرمندانو د ښو استعدادونو انعکاس او د هنري اثارو معرفي کول دي.