د میدانوردګ چارواکي وايي چې له تېرې ورځې راهیسې د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالي کې د پرلهپسې اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې له امله یې، خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د دغه ولایت امنیه قومنداني په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سېلابونه وړمه شپه د دایمیرداد ولسوالي په پیره، حکیمخېل، بخشک، علي جانخېل، صفاخېل، للندر، کونج، محمدیارخېل، سفېدوال، لښکري او احمدخېلو سیمو کې سېلابونه راوتلي چې د يادو سیمو خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د یادو سېلابونو له امله د یوشمېر کلیو لارې هم ویجاړې شوي دي.
سېلابځپلې کورنۍ هم له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړې چې په یاده ولسوالي کې ژر تر ژره د سېلابځپلیو کورنیو سروې وکړي او له زیانمو شویو کورینو سره مرستې وشي.