د هندوستان کرېکټ ملې لوبډلې د درېيو شلاووره لوبو په دویمه لوبه کې بنګلدیش لوبډلې ته د ۸۶ منډو په توپير ماته ورکړه او دا لوبلړۍ يې وار له مخې وګټله.
د يادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه هم هندوستان لوبډلې د اوو ویکټو په توپير ګټلې وه.
دا لوبه چې نن « چهارشنبه، تلې ۱۹مه » په ډهلي کې وشوه، د لوبې پچه بنګلدیش وګټله او هندوستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
هند لوبډلې په ټاکل شويو شل اورونو کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۲۲۱ منډو ستر هدف وټاکه.
هند ته په توپوهنه کې نيتيش کمار ریدي ۷۴ ، رينکو سينګ ۵۳ او هارډیک پانډيا ۳۲ منډې جوړې کړي.
بنګلدیش ته بيا ريشاد حسين درې تسکين احمد او مصتفيزور رحمان دوه-دوه وېکټې ترلاسه کړې.
د هندوستان د ورکړل شوي هدف په ځواب بنګلدیش لوبډلې ښه ونه ځلېده، دې لوبډلې په ټاکل شويو شل اورونو کې يواځې ۱۳۵ منډې وکړې او لوبه يې په لوی توپیر هند ته وبايلله.
بنګلدیش ته محمدالله ۴۱ او مهدي حسن ميراز ۱۶ تر نورو لوبغاړو ډېرې منډې وکړې.
سيالې لوبډلې ته په توپاچونه کې وارون چاکراولتي او نيتيش کمار ریدي دوه-دوه او ارشديپ سينګ يوه وېکټ واخيسته.
د يادې لوبلړۍ درېيمه او وروستۍ لوبه به « شنبه، اکتوبر ۱۲مه » په هيدرآباد کې تر سره شي.