د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي ګل‌ محمد الیاس په‌ داسې حال کې چې د اطلاعاتو آمر بریالی همنوا ورسره ملتيا کوله، نن يې ددې رسنيو له مختلفو برخو لیدنه وکړه.

ښاغلي الیاس د یادو رسنيو د لیدنې پرمهال ددې رسنیو مسوولینو اوکارکونکو ته وویل:” اوس مهال په هېواد کې ډاډمن امنيت راغلی او له دغه لوئ نعمت څخه په ګټې اخيستنې ټولې هغه رسنئ چې په کندوز ولايت کې فعالیت کوي، ددغه ولايت حقیقي انځور دې ولسونو ته منعکس کړي.”

نوموړي وویل، دملاتړ څرګندولو ترڅنګ ژمنه وکړه چې د ټولو سیمه ییزو رسنیو او خبریالانو څخه به په وخت رسېدنه وکړي او په‌ دې برخه کې به له هېڅ‌ راز هڅو ډډه ونکړي.

دغه‌ راز د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر بریالی همنوا هم وویل چې په تېرو څو مياشتو کې د خبریالانو او سیمه‌ییزو رسنیو لپاره او همداراز د هغوئ شته ستونزو اورېدو په موخه د همغږۍ ګنې غونډې ترسره کړي دي او دغه لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام لري.

همدا راز د کندز راډېو او اورانوس ټلويزيون چارواکو هم داطلاعاتو او کلتور پلاوي څخه دښه ملاتړ او همغږئ په پار مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دوئ به دحکومت دپالیسئ سره سم خپلو نشراتو ته دوام ورکړي.

Share.