د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وکتل.
دا د ایران د ولسمشر مقام ته پزشکیان له انتخاب وروسته د دواړو لومړۍ غونډه ده.
له پزشکیان سره تر ناستې وروسته، ولادیمیر پوتین د مسکو او تهران تر منځ پر “ښه اړیکو” ټینګار وکړ هغه وویل: له ایران سره اړیکې زموږ لپاره لومړیتوب دی او دا اړیکې خورا ښه پراخیږي.
پوتین ولسمشر پزشکیان ته د روسیې د سفر بلنه هم ورکړه