رویټرز راپور ورکړی چې د حزب الله او اسراییلي ځواکونو ترمنځ جګړه کې نن (یکشنبه) د ملګرو ملتونو یو بل سوله ساتونکی هم ټپي شوی دی.

راپور کې د حزب الله په حواله لیکل شوي چې اسراییل سره وروسته تر هغې په جګړه کې ښکېل شوي چې اسراییلي ځواکونو غوښتل د لبنان په سویل کې د رامیا کلي ته ننوزي.

تر دې وړاندې هم لبنان کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو پر مرکز د اسراییلي ځواکونو په برید کې دوه سوله ساتي ټپیان شوي و چې د نړۍ له ګوټ ګوټ یې ګڼ غبرګونونه را وپارول.

Share.