په اسلامآباد کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هغو ۷ افغانانو مړي، چې د بلوچستان د دوکۍ د ډبرو سکرو کان د کاریګرو مړي په کویټه کې د افغانستان قونسلګرۍ پر هڅو د هغو کورنیو ته وسپارل شول.
په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ په مړو شویو کسانو کې ۳ یې په پاکستان کې کډوال او هلته خپلو کورنیو ته سپارل شوي او پاتې نور یې، چې د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ د چمن-بولدک او بهلولي له لارې افغانستان ته له رالېږدولو وروسته کورنیو ته سپارل شوي دي.
تېره ورځ د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې ۲۰ کان کېندونکي وژل شوي وه.
ویل کیږي، چې افغانستان د پاکستان له حکومت څخه د پېښې د عاملینو د نیولو او سزا ورکولو غوښتنه کړې ده
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.