د قطر سرې مياشتې ټولنې رييس حسین يونس د افغان سرې مياشتې رييس سره په لیدنه کې په افغانستان کې د دغه مرستو خبر ورکړی دی.
د ده په خبره ياد روغتيايي مرکزونه به د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې جوړ او دغه راز به فاریاب، فراه او هلمند کې له ۸۰۰ کورنيو سره مرستې وکړي.
ورته مهال بيا د افغان سرې مياشتې رييس په هېواد کې د پاکو اوبو برابرولو او څاه کيندنې په برخه کې د ياد هېواد د مرستې غوښتنه کړې ده.