۱۴ تنه ماشومان، چې شپږ تنه نادرک او اته تنه یې د ایران او پاکستان هېوادونو څخه راډیپورټ شوي وو، خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
دغه کسان د ننګرهار سپین غر، اچین، نازیان، بټي کوټ او دوربابا ولسوالیو اوسېدونکي وو.
د مسوولینو په وینا دغه ماشومان د هسک افغانستان بیارغونې او ساتنې پر لور د خوځښت مؤسسو د اجتماعي کارکوونکو له لوري د ننګرهار کار او ټولنیزو چارو ریاست ته راوړل شوي وو، چې د دې ریاست د ټولنیزو تامیناتو د تنظیم عمومي مدیریت له لوري د خپلو کورنیو غړو ته وسپارل شول.
همدارنګه دوه تنه نور ماشومان د کونړ او کندز ولایتونو اوسېدونکي له پاکستانه راډيپورټ شوي وو، چې د دې ریاست د اجتماعي کارکوونکو له لوري د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخوا خپلو سیمو ته ولېږدول شول.