ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې په تېرو درېیو اوونیو کې څه باندې ۴۰۰ زره ماشومان په لبنان کې بې ځایه شوي دي.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق یوه لوړپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې لبنان د “له لاسه وتوونکي نسل” له ګواښ سره مخ دی.

ټېډ چایبان زیاته کړې چې اوس مهال ۱ اعشاریه ۲ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې شوي ځکه “دولتي ښوونځي یا د لاسرسي وړ نه دي، یا ړنګ دي او پکې سرپناوې جوړې شوې دي

Share.