دکندﺯ حوﺯوي برښنا رياست تجارتي څانګه کې يوه دستګاه چې ارﺯښت يې ۵۰ ﺯره امريکايې ډالر کېږي نصب او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه ، د يادې دستګاه مو خه د مېټرونو دقيق ارﺯونه او تخنيکي ستونزې په اسانۍ سره مشخص کول دې .
ددې ګټې اخيستې په مراسمو کې د کندﺯ برښنا رئيس په ګډون د ياد رياست مرستيالانو کار کوونکو او د بغلان تخار ولايتو د برښنا اداري او تخنيکي کار کوونکو برخه اخېستې وه .
د کندﺯ حوﺯې رئيس مولوي شهدالله نسيم د يادې د ستګاه پر اهميت خبرې وکړې او نصبه شوې دستګاه يې د کندﺯ برښنا رياست او پيرودونکو لپاره سهوليت او پر مختګ ياد کړ ، همدا راﺯ د مرکز څخه راغلو تخنيکي انجنيرانو هم وينا وکړه او څرګنده يې کړه چې نوموړې دستګاه په ډيرو ولاياتو کې نشته بايد حفظ مراقبت ساتنې ته يې خاصه پاملرنه وکړو .