هرات کې د اسلامکلا بندر چارواکي وايي، تېره يوه مياشت کې نږدې پنځه پنځوس زره کډوال له ايران څخه افغان ته راستانه شوي دي.
د ياد بندر کميسار وايي، له ايرانه د کډوالو اېستلو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ تر دوه نيم زره کډوالو پورې هېواد ته راستنيږي.
نوموړي د راستانه کېدونکو کډوالو لپاره د هر اړخيزې اسانتياوو د رامنځته کیدو خبر ورکړی او ويلي يې دي هڅه کوي کارونه یې له خنډ پرته ترسره کړي.
د يادونې ده چې راستانه کېدونکو کډوالو ته د کډوالو رياست اړوند مووسسو لخوا نغدي او د خوراکي توکو مرسته هم ترسره کيږي
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.