لبنان کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو پرمهال لس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپیان دي.

برید نن چهارشنبه، اکتوبر ۱۶مه د لبنان په قانا ښارګوټي کې پر یوه کور او روغتیايي مرکز شوی دی.

بل‌خوا د اسراییلو پوځ وايي چې په یوه بل جلا هوايي برید کې یې، د حزب‌الله ډلې د وسلو زېرمې له‌منځه وړي دي.

د پوځ په وینا، جېټ‌الوتکو د بېروت په سوېل کې د یادې ډلې د وسلو یوه زېرمه په نښه کړې، خو په دې اړه یې، نور جزییات نه‌دي

Share.