د مني د کرنیزو او حیواني تولیداتو دېرشم نندارتون پرانستل شو
پرون ( چارشنبه د تلې پېنځهویشتمه ) د کابل په بادام باغ څېړنیز او ښوونیز فارم کې د کرنیزو او حیواني تولیداتو او محصولاتو دېرشمم نندارتون پرانیستل شو.
په دې نندارتون کې د ریاست الوزراء سياسي او اداري مرستيالانو، د کابينې غړیو، د خصوصي سکټور استازو او د هېواد يو شمېر کروندګرو، مالدارانو او ښاريانو ګډون کړی و.
ویل کیږي، چې په دې نندارتون کې د نندارې لپاره د کرنیزو او حیواني تولیداتو ۲۶۳ کړکۍ جوړې شوي او څلور ورځې به روان وي