د تورخم – پېښور لویه لار په بشپړه توګه پرانستل شوه
پاکستاني چارواکو ویلي، د تورخم – پېښور لویه لار چې له ۶۵ ورځو راهیسې د کوکي خیلو قوم لهخوا د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، په بشپړه توګه پرانیستل شوې ده.
دغه لویه لار په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر ضد د بې ځایه شویو خلکو له اعتراضونو وروسته تړل شوې وه.
دا لاره د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده او له څه باندې دوو مياشتو راهيسې د لاريونونو له امله د دغې لويې لارې تړل کېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري سخته اغېزمنه کړې وه
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.