افغان فوټبال لوبډله د اسیا جام لارموندنې پړاو سیالیو کې لوبېږي
د فوټبال فدراسیون وایي، د ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو ته د لارموندنې پړاو کې د ګډون په موخه کمبودیا ته رسېدلې ده.
ټاکل شوې، د اسیا جام د لارموندنې پړاو سیالۍ به د اکټوبر په ۱۷مه نېټه پیل او تر ۲۷مې نېټې به دوام وکړي.
دغه راز افغان لوبډله به د دې سیالیو په ترڅ کې په ب ګروپ کې له بنګلهدېش، کمبودیا، فیلیپين او ماکایو لوبډلې پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.