د کندزولایت دبدني روزنې او ورزش رياست اړوند دامام صاحب ولسوالۍ ورزشي مدیریت او دفول رزم رشتې فدراسيون له لوري ٨٥ ورزشکارانو په درې عمري کټګوریو کې نوي ځوانانو، ځوانانو او لویانو ترمنځ دفول رزم ټاکنيزې سيالۍ دکندز ولایت په کچه په امام صاحب ولسوالۍ کې ترسره کړې.

دغو سياليو يوه شپه او ورځ دوام وکړ او په بیلابیلو وزني کټګوریو کې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې ۱۴ ورزشکاران دکندز ولایت فول رزم منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

Share.