د دنیا خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پرون (يکشنبه د لړم شپږمه) د افغانستان لپاره د ازبکستان نوی سفير اويبک عثمانوف کابل ته رسېدلی دی.
عثمانوف له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې په پاکستان کې د ازبکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړي له ۱۹۹۸ ز. کال راپدېخوا د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت په ګډون په مرکزي دفتر او نړیوالو ماموریتونو کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.
عثمانوف په مصر کې هم د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړی له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۲ ز. کال پورې د ازبکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هم و.
عثمانوف په افغانستان کې د یادګار شادمانوف ځای ناستی شوی، چې له ۲۰۱۲ څخه یې تر ۲۰۲۴ کلونو پورې د ازبکستان د ګټو ساتنه کړې ده.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.