د روزګان په ګیزاب ولسوالۍ کي د ټرافیکې پېښې له کبله ۸ کسان مړه شول

د روزګان ولایت د ټرانسپورټ آمریت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د ګیزاب ولسوالۍ پر لویه لار یو موټر سیند ته غورځیدلی، چې له کبله یې ۸ کسان مړه او یو ټپي دی.
د یادې سیمې د اوسېدونکیو د څرګندونو له مخې؛ دا او دې ته ورته پیښي د یادې لاري د خرابوالي له کبله رامنځته کیږي.
ویل کیږي، چې که دا لار جوړه نشي؛ د ژمي له رارسیدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزي نوري هم زیاتي شي

Share.