په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې ايران ته خبرداری ورکړی، که سيمه کې د اسراييلو او امريکايي وګړو پر وړاندې بل بريد وشي، دغه هېواد ته به ناوړه پايلې ولري.
په ملګروملتونو کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ امنیت شورا ته وویل: «له شک پرته موږ له خپل ځان څخه دفاع کوو.” ناسم فکر مه کوئ، متحده ایالات نه غواړي چې تاوتریخوالی زيات شي. موږ باور لرو چې دا باید د اسراییلو او ایران ترمنځ د ترينګلتيا پای وي.»
بلخوا د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم ويلي چې پر ايران د اسراييلو بريد مناسب و او بايد ترينګلتيا ته لمن ونه وهل شي.