پنټاګون وايي، شماليکوریا شاوخوا لس زره سرتیري روسيې ته لېږلي او تر روزنې وروسته به په راتلونکو څو اوونیو کې د اوکراین پر وړاندې د جګړې لپاره چمتو شي.
روسيې ته د شماليکوریا لخوا د ګومارل شویو سرتېرو د پام وړ زیاتوالی، دا وېره رامنځته کړې چې په اوکراین کې به جګړه پراخه شي.
د پنټاګون ویاندې سبرینا سنګ دوشنبه، اکتوبر ۲۸مه خبريالانو ته وویل، د شماليکوریا له ۱۰۰۰۰ پوځیانو څخه چې ختیځې روسیې ته د روزنې لپاره استول شوي، يوشمېر يې، د اوکراین پولې ته نږدې شوې دي.
امريکا تېره اوونۍ په اټکليزه توګه ويلي و چې شمالي کوریا د اوکراین پر ضد جګړې لپاره روسیې ته خپل ۳۰۰۰ سرتېري لېږلي دي.