د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست ، د وزلوبې فدراسیون او دامام صاحب ولسوالۍ ورزشي مدیریت په ګډه همغږۍ دالحاج نور آغا خان ناصري له لورې دسالمې تفریح په پار دیادې ولسوالۍ په وزلوبې لوبغالې کې د ۶۰ تنو چاپ اندازانو ترمنځ سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې چې يوه ورځ يې دوام وکړ، ذبیح الله پهلوان د مدیر صاحب روح الله خان ناظري په آس د لوبې اخرالاق تر ټاکلې موخې ورساوه او ١٠٠٠٠ لس زره افغانۍ ډالۍ په توګه ورکړل شوې .

Share.