د افغانستان ۱۷کلنو کمعمره ځوانانو فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال ۱۷ کلنو کمعمره ځوانانو اسیا جام غوراوي سیالیو کې د بریالي سفر وروسته پرون ( سهشنبه، د لړم ۸مه ) له کمبودیا هېواد کابل ته راستنه شوه، چې د مسوولینو او هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شوه.
افغان فوټبال ملي لوبډله د یادو سیالیو په «ب» ګروپ کې د بنګلهدېش، ماکاو، فیلېپین او کوربه کمبودیا هېوادونو سره په یوه ګروپ کې وه، چې ټولو لوبډلو ته یې په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۵ اسیا جام فوټبال سیالیو ته له لارموندنې وروسته هېواد ته راستنه شوه.