د افغانستان حکومت ویلي؛ د ترلاسه شویو شواهدو پر بنسټ د ایران په کلګان دره کې یو شمېر افغانانو ته پر ډزو او چاودنو مرګ او ژوبله اوښتې ده.
د افغان حکومت له لوري نن ( پنجشنبه د لړم لسمه ) یوه خبرپانه خپره شوې او څرګندوي: د ایران او پاکستان پر پوله د یو شمېر افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په تړاو د کاري پلاوي موندنې ښيي، چې د ایران په کلګان دره کې پر افغانانو ډزې او چاودنې شوې دي.
په خبرپاڼه کې ليکل شوي، چې په دې وروستيو کې د افغانستان اسلامي امارت دریاست الوزراء پر سپارښتنه د هغو راپورونو د څېړلو لپاره يوه کمیټه وټاکل شوه، چې ګواکې د ايران او پاکستان پر پوله يو شمېر افغانان وژل شوي او ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت د امنيتي مرستيال مل پاسوال محمد ابراهيم صدر پر مشرۍ ټاکلي پلاوي کار پيل کړ، چې د ملي دفاع، بهرنيو چارو، سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارتونو او د استخباراتو د عمومي رياست استازي یې ملتيا کوي.
د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې: د ترلاسه شويو شواهدو له مخې د ايران په کلګان دره کې يو شمېر دوه افغانان پر ډزو او ويشتل شوي او ٣٤ نور ټپيان دي، چې د پلاوي لخوا راليږدول شوي دي. یو شمېر نور یې اوس هم په ایران او پاکستان کې دي او پلاوی یې د ترلاسه کولو او رالېږدولو هڅې کوي.
خبرپاڼې زياته کړې، چې تراوسه پورې د دغې پېښې څېړنه بشپړه شوې نده او په دې اړوند د پلاوي کار روان دى او د څېړنې جزئيات به وروسته وړاندې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د ایران د بشري حقونو د څار ادارې حل‌وش خبر ورکړی و، چې شاوخوا ۳۰۰ افغانان، چې غوښتل یې د سیستان بلوچستان له لارې ایران ته ننوځي د دغه ولایت د سراوان په کلګان سیمه کې د سرحدي ځواکونو لخوا پر ډزو له مرګ او ژوبلې سره مخ شول.
د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي د حال‌وش راپور رد کړی دی.
حال‌وش په خپل راپور کې د دوه عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې ویلي وه، چې په دې پېښه کې یوازې له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې کسان ژوندي پاتې شوي او پاتې نور ټول وژل شوي او یا هم ټپیان دي.
کلګان د ایران او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمه ده، چې په سراوان ولسوالۍ کې پرته ده. دا سیمه د افغانستان له نیمروز ولایت څخه هم ډېره لرې نده؛ خو افغانان هڅه کوي د پاکستان د بلوچستان له لارې په غیر قانوني توګه ایران ته ولاړ شي.

Share.