د کابل-کندهار د ۱۰۲ کیلومټره لویې لارې د پخولو چارې بشپړې شوې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د چارشنبې پر ورځ( د لړم نهمه ) په ایکس پاڼه کې خبر ورکړی، چې د کابل-کندهار د ۱۰۲ کیلومټره لویې لارې د پخولو چارې بشپړې شوې دي.
د حقشناس د څرګندونو له مخې؛ د دې سړک کار په څلورو برخو کې له څو ودانیزو شرکتونو سره د قرار داد له مخې پیل شوی و.

Share.