نن په کندوز ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت د خلکو او فرهنګ ریاست او کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د «آمو څپې فرهنګي مشاعرې» په نوم فرهنګي شپنۍ مشاعره ترسره شوه.

په‌دې فرهنګي غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مُعین مولوي صاحب عتیق‌الله عزيزي او ملګري یې، د ولایت مقام مرستیال مولوي صاحب حبیب‌الرحمن صهېب، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي صاحب ګل‌محمد الیاس، د امارتي ادارو یو شمیر مسوولینو، د کندوز او یو شمېر نورو ولایتونو شاعرانو، ليکوالانو، ادب پوهانو، ترانه ویونکو، ګڼ شمېر ځوانانو او خبریالانو برخه اخستې وه.

پیل کې د کندوز ولايت د شورای علماء غړي مولوي صاحب ضیاءالحق حنفي خبرې وکړې د وزارت مقام د فرهنګ او هنر معینیت او دغه‌راز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له دغه ستر نوښت څخه د مننې ترڅنګ وویل چې ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې شاعران او لیکوالان د اسلامي نظام تر چتر لاندې د ورورولۍ په فضاء کې راټولېږي او داسې پرتمینې غونډې په لاره اچوي.

ښاغلي حنفي زیاته کړه چې په اسلامي بڼه کې شاعر په اصل کې د خپل شعر له اړخه د اسلام دفاع کوي، په وینا یې ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې د افغانستان اسلامي امارت مشران تاسې لپاره داسې پرتمینې غونډې ترسره کوي او هڅه کوي ټول سره یو موټی کړي او په یو ټغر مو را ټولوي.

دغه‌راز په‌دې فرهنګي پرتمینه مشاعره کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مُعین ښاغلي مولوي صاحب عتیق‌الله عزيزي خبرې وکړې وویل چې کندوز ولايت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ولسونو یې د جهاد په دوره کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړي، همدا شان ددغه ولايت مېړني ولس د امریکا او د هغوی متحدینو پر وړاندې هم په ډېره کلکه مبارزه وکړه او هغوئ یې د کندوز او شمالي ولایتونو څخه په ډېرې بې‌شرمۍ سره بهر کړل.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه چې اوس یې وخت رارسېدلی او ټول افغانان باید یو موټی شو او په‌داسې فرهنګي غونډو باندې خپل یووالی او ورورګلوي جاري وساتو. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال زیاته کړه چې دښمن اوس هم آرام ندی او هره لحظه کوښښ کوي چې د افغانانو ترمنځ نفاق رامنځته کړي، هغه له شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګيانو او د رسنیو له مسوولینو څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان ښېرازۍ او آبادي لپاره د اسلامي امارت له مسولینو سره په اړخیزه توګه مرسته وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال دغه‌راز زیاته کړه چې لیکوالانو او شاعرانو لپاره یاد وزارت یو خپلواکه برخه رامنځته کړې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد له ټولو فرهنګیانو او شاعرانو څخه په کلکه ملاتړ کوي، هغه له ټولو ولسونو په خاص ډول له شاعرانو او فرهنګیانو غوښتنه وکړه چې ټول باید یو موټی شي او په هره برخه کې باید د شعر په بڼه خپل پيغام دنیاوالو ته څرګند کړي.

پای کې یاده فرهنګي مشاعره کې شاعرانو او ترانه ویونکو په پښتو، دري، ازبکي او ترکمني ژبو خپل ترتیب کړي شعرونه یې پیل چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی په کندوز ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او معینیت د خلکو او فرهنګ ریاست او د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت داسې لویه مشاعره ترسره کېږي؛ باید وویل شي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمن څو داسې فرهنګي غونډې په راتلونکي کې هم د کندوز ولسونو لپاره ترسره کړي.

Share.