د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې نن د نومبر میاشتې په دویمه نېټه د دویمې درجې روزنیز کورس پیل کړ، چې د شپږو (۶) ورځو لپاره به د روانې نومبر میاشتې تر ۷مې نېټې دوام وکړي.

په دې روزنیز کورس کې ۳۰ د لومړۍ درجې روزونکي ګډون لري، چې د افغانستان کرکټ بورډ لومړۍ درجه قراردادي روزونکي او نور هغه روزونکي پکې شامل دي چې په ټولو اعلان شویو معیارونو برابر و او په ازموینه کې یې له نورو ډېرې نمرې اخیستې وې.

د دغه کورس د ښوونکي په توګه، د کرکټ نړیوالې شورا څلورمې درجې روزونکی او د دویمې درجې روزنیزو کورسونو ښوونکی، تیمور اعظم ټاکل شوی دی. نوموړي د کرکټ نړیوالې او اسیایي شورا په ګڼ شمېر روزنیزو ورکشاپونو کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې او په دې برخه کې پراخه تجربه لري.

دا روزنیز ورکشاپ په هېواد کې د لومړۍ درجې روزونکو د علمي ودې او تخنیکي ظرفیت لوړونې او په هېواد کې د کرکټ لوبې د لا زیات پرمختګ په موخه ترسره کړې.

Share.