د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم عثماني چین ته د سفر په ترڅ کې د مرخېړیو د تولید له فارمونو څخه لیدنه کړې. د یاد وزارت په وینا؛ عثماني د دې فارمونو د لیدنې په ترڅ کې د یوه اقتصادي او مغذي محصول په توګه افغانستان کې د مرخېړیو د تولید پر ارزښت ټینګار کړی او د مرخېړیو د کرنې او روزنې په برخه کې یې د چین د بریالیو تجربو د کارونې غوښتنه کړې.