د کندز دمخابراتو اومعلوماتي ټکنالوژی مسوولین وايي دمخابراتو سکتور په برخه کې د علی آباد ولسونو ستونزو ته په کتو سره د مخابراتو ریاست رهبرۍ په هلو ځلو ام ټی ان مخابراتی شرکت خپل *KNZ-021* مخابراتي سایت د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه درېم نسل (3G) ته لوړ کړ چې اوس يي عملآ ولسونه د مکالماتي او انټرنېټي اسانتياوو برخمن دي.

د یاد مخابراتي شرکت مسؤلین زیاتوي؛ چې په نږدې راتلونکي کې به کندوز ولايت هغه لرې پرتي سیمي چې لا تر اوسه يي مخابراتي سايتونه (2G) دي، د څلورم نسل (4G- LTE) مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه ته لوړ کړو، او تر مخابراتي پوښښ لاندې به یي راولوو.

Share.