شمالی‌کوریا د کوریا ټاپووزمې ختیځ ساحل ته د سمندر پر لور د لنډ واټن وېشتونکي بالیستیک توغندي ازموینه کړې.

د سوېلي‌کوریا پوځ وايي چې شمالي‌کوریا دغه توغندي د پلازمېنې پیونګ‌‌یانګ له سوېل سرېون سیمې څخه توغولي او ۴۰۰ کیلومټره په واټن مزل یې، کړی دی.

د جاپان حکومت هم د بالیستیک توغندي دغه ازموینه تایید کړې او د جاپان ساحلي ساتونکو راپور ورکړی چې یو توغندی په سمندر کې په هغه سیمه کې غورځېدلی چې د هېواد سمندري ځانګړي اقتصادی زون څخه بهر و

Share.