د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن ماسپښین ۲:۳۰ بجې د بنګلهدېش کرېکټ ملي لوبډلې سره د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ، لومړۍ سیالي کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن چهارشنبه، نومبر شپږمه د عربي متحده اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.
دواړو لوبډلو له تېرو څو ورځو راهیسې دې لوبې ته د چمتووالي په موخه تمرینات کړي دي.
افغانستان او بنګلهدېش له دې وړاندې په وروستیو پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې چې سره مخ شوي، وروستۍ درې یو ورځنۍ لوبې، بنګلهدېش او پاتې دوه افغانستان ګټلې دي.
په ټوله کې افغانستان او بنګلهدېش تر دې مهاله ۱۴ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي چې ۸ یې، بنګلهدېش ګټلي او شپږ بیا افغانستان په خپل نوم کړي دي.
د یادو لوبو کوربه افغانستان دی او د لوبلړۍ د ګټلو لپاره ښه دریځ لري، ځکه وروستیو کې افغان لوبغاړي ښه فام کې دي.
بنګلهدېش بیا په کور دننه په ټسټ لوبو کې د سوېليافریقا له لوري له سختې ماتې سره مخ شوی او له همدې امله به دې لوبو کې تر فشار لاندې وي