د کندوز والي محترم حاجي ملا محمدخان دعوت پرون د چهاشنبې ورځ وروسته له ماسپښینه د کندوز عامې روغتيا رياست اړوند حوزوي روغتون څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه چې د عامې روغتیا مرستیال او سرپرست ډاکتر رحمت‌الله طوطاخېل یې ملتیا کوله.

ښاغلي والي صاحب د دغې لیدنې په ترڅ کې لومړی له ناروغانو او پایوازانو سره ولیدل او د هغوی د حال او روغتيايي وضعیت په هکله یې پوښتنه یې وکړه، هغه د الله تعالی له لوی دربار څخه ناروغانو ته د عاجلې او کاملې روغتیا غوښتنه وکړه.

د کندوز والي همداراز د یاد روغتون له مسؤولینو او ډاکترانو سره په لیدنه کې د روغتون د روغتيايي وضعیت، شته صحي امکاناتو، ستونزو او اړتیاوو په اړه کې خبرې وکړې. ښاغلي والي صاحب د روغتون شته تجهیزات او مهم صحي ماشینونه له نږدې څخه ولیدل او همداراز یې د بېلابېلو برخو ستونزې او اړتیاوې وارزولې او د ضرورتونو د پوره کولو په‌ برخه کې یې د ګډ کار او مشترکو همکاریو سپارښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د کندوز والي څو ورځې وړاندې هم د حوزوي روغتون له مسؤولینو او متخصصینو سره په ولايت مقام کې کتلي و او د روغتون د تشکیل د کموالي او ځينو نورو ستونزو د حل په برخه کې یې ورسره خبرې کړې وې.

Share.