د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست ، دواليبال فدراسیون او دقلعه زال ولسوالۍ ورزشي کمیټې په همکارۍ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ دخلکو لپاره سالمې تفريح برابرولو او ځوانانو هڅولو په پار دکندز ولایت لوبډلو سربیره دمزار شریف او بغلان ولایتونو نه هم ددوو لوبډلو په ګډون دیوې شپې لپاره دواليبال سيالۍ د قلعه زال ولسوالۍ ټاکل شوې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د امام صاحب ولسوالۍ نه د قاري خبیب لوبډلې او د قلعه زال ولسوالۍ ټاکل شوې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې دامام صاحب ولسوالۍ قاري خبیب لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ٢٧/٢٣ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.